IQNA

د قرآن کریم د ځایګی په باب  دجرمني د مسلمانو ځوانانو لیدګه

8:21 - May 06, 2024
د خبر لمبر: 3489173
ایکنا – په جرمني کې ترسره شوي یوه نظر غوښتنه ښئ چې  ددغه هیواد زیاتره مسلمان ځوانان  قرآڼ کریم ددغه هیواد له دودو قوانینو لا ښه ګڼي .

ایکنانیوز  د ایلاف له قوله راپور راکړ، په جرمني کې د عرب توکمه  ځوانانو ترمینځ دیوې نظر سنجۍ نتیجې  چې  دبیلډ سایټنګ  ورځباڼې په وسیله  شوي ده ،  او د ایټالیا ټوډې  هم هغه خپره کړې ده ، ښودلې ئې ده چې  ددوي له نظره ، قرآن کریم د جرمني له دودو قوانینو څخه لا ښه دی .

د خپرۀ شوي راپور په اساس ، هغه  ځوانان چې  د جرمني  په نیدرزاکس  ایالت کې ئې  د جنائي تحقیقاتو دموسیسې په نظر سنجۍ کې  ګډون کړی دی،تر پنځلس کلنۍ پورې مینځني عمرونه لري  او پر دې اساس ،په هائي سکول یا  په حرفه وي تخنیکی  ښونځیو کې  زده کوي، دوي په جرمني ژبه مسلط  دي  او  د هغو پناه غوښتونکو چې په همداوروستیو کې دغه هیواد ته و ارد شوي دي برخه نه دي.

احصائې ښئ چې  کابو نیم ځوانان(۴۵ږ۸ فیصده) په دې اند دي  چې  اسلامی حکومت  د حکومت  ترټولو ښه شکل دی  او ۳۵.۳فیصده  د هغو کسانو په ضد  چې   دخداي یا د پیغمبراکرم (ص) سپکاوی کوي، تاؤتریخوالي  څخه کار اخستل   دمنلو وړ ګڼي . ۳۱ فیصده نور  هم باؤري دي  د لویدیځي  نړۍ  په ضد تاؤتریخجن غبرګون  چې  مسلمانان ګواښي روا دی .

د یادولو ده چې  د جرمني  له ۶۴ میلیون  آبادۍ څخه  کابو ۵.۶ میلیون آبادي مسلمانان دي او دغه ه یواد له فرانسې وروسته  د لویدیځي اروپا  د مسلمانانو دآبادۍ له پلوه په دوهم لمبر دی.

https://iqna.ir/fa/news/4213951

captcha